حماس اشغالي قدس کې د فلسطیني آزادي غوښتونکو برید ستایلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۴ل)

حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اشغالي قدس کې د فلسطین آزادي غوښتونکو برید ستایلی دی.

اعلامیه کې راغلي: د بیت‌المقدس په شمال «راموت» سیمه کې د فلسطینیانو د استشهادي برید ترسره کول د اتلولۍ یوه بېلګه ده.

حماس زیاتوي د اسرائیلي رژیم پرله‌پسې تېري به هېڅکله د غزې، قدس او ټول فلسطین ولس د یو والي او مقاومت څخه شاتګ ته اړ نه کړي.

اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د صهیونیستي رژیم جنایتونه او هڅې به د فلسطیني ولس د ماتولو او د مقاومت د کمزوري کولو لپاره ناکامې شي.

حماس د یادې اتلولۍ او فداکارۍ ستاینه کړې او له فلسطیني ولس څخه یې غوښتي چې د نیواکګرو پر وړاندې مقاومت ته ادامه ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button