کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۴ل)
الجزیرې تلویزیوني شبکې د صهیونیستي پوځ د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د غزې په شمال کې د یوې چاودنې له امله څلور صهیونیستي عسکر وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د صهیونیستي اشغالګر پوځ یو ټانګ د ځای پر ځای شوي بم ښکار شو.
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اشغالګرو پر ټانکونو او وسایطو د مقاومت ځواکونو له لوري د ماینونو او چاودېدونکو توکو بریدونه زیات شوي دي.