د ننګرهار مرستيال والي له يونيسف او UNWOMEN د زلزله‌ځپلو لپاره د پراخو مرستو غوښتنه وکړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وږی ۱۴۰۴):

د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی د يونيسف له عمومي رئيس ډاکتر تاج الدين او د UNWOMEN مسئولې آغلې سوزان سره په ناسته کې د وروستۍ زلزلې اغېزمنو ته د مرستو د زياتوالي غوښتنه وکړه. نوموړي د پېښې اړوند ستونزې شريکې کړې او د روغتيايي، تعليمي او ټولنيزو خدمتونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دغه ناسته کې د ننګرهار مرستيال والي د ولايتي حوزوي روغتون لپاره د ۲۵ ډاکترانو، ۱۰ ښځينه نرسانو، درې د غاښونو متخصصانو او ۹ جراح ډاکترانو د استخدام تر څنګ د دوو سي ټي سکين، ام آر آيي ماشينونو، تذکرو، ۵۰ بسترونو او د درملو د کمبود د حل غوښتنه وکړه. همداراز د زلزله‌ځپلو کلينيکونو د ترميم غوښتنه هم وشوه.
د يونيسف او UNWOMEN مسؤلينو د افغان چارواکو هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې د ماشومانو، مېرمنو، روغتيايي خدمتونو، زده کړو او پاکو اوبو د برابرولو په برخو کې به له خپلو امکاناتو سره سم مرستې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button