یمني ځواکونو د دیمونا اټومي بټۍ په ګډون ګڼ صهیونیستي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې د صهیونیستي ترهګر ريژیم پر څو مهمو اهدافو یې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د پوځ د رسمي خبرپاڼې له مخې د بې‌پیلوټه الوتکو یې د یافا «اللد» هوايي ډګر، د ام‌الرشراش «رامون» هوايي ډګر او د دیمونا اټومي بټۍ هدف ګرځولې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه عملیات چې د دویم ځل لپاره پرله‌پسې ترسره کېږي، د الله په فضل سره خپل ټول ټاکل شوي اهداف په بریالیتوب سره ویشتلي دي.

وسله‌والو ځواکونو زیاته کړې، چې دغه بریدونه د فلسطین د ولس د مظلومیت او د صهیونیستي رژیم د نسل‌وژنې او لوږې ضد جنایاتو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې د قدس او غزې وروستیو عملیاتو ته هم مبارکي ویل شوې او ټینګار شوی، چې د فلسطین د ولس مېړانه او د ځوانانو ځانګړو عملیات وښودله، چې د دښمن امنیتي تدابیر تر هر څه کمزوري دي.

د یمن وسله‌وال ځواکونه وایي، تر هغه به خپلې حملې جاري ساتي څو یرغل پای ته ونه رسېږي او محاصره ختمه شوي نه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button