انصارالله: د بیتالمقدس وروستي برید وښوده، چې مقاومت هر ځای بریدونه کولی شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ سیاسي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اشغال شوې بیتالمقدس کې د دوو فلسطیني مقاومتکوونکو لهخوا ترسره شوي وروستي برید په اړه د مبارکۍ پیغام خپور کړی ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د اتلولۍ دغه عملیات د لسګونو صهیونیستي یرغلګرو د مرګ او ټپي کېدو سبب شول او دا په ډاګه کوي، چې د فلسطین ولس د سختو امنیتي شرایطو تر سیوري لاندې هم د مقاومت او جهاد په لاره کې په کلک او باوري هوډ ولاړ دی.
اعلامیه زیاتوي چې یاده پېښه د غزې پر ولس د صهیونیستي رژیم د نسلوژنې، شړلو او لوږې اچولو پر وړاندې، او په لوېدیځه غاړه کې د یرغلونو، نیونو او د مسجد اقصی د سپکاوي پر ضد یو سزا ورکونکی غبرګون و.
انصارالله د فلسطین د ولس مېړانه ستایلې او یو ځل بیا یې عربي او اسلامي هېوادونو باندې غږ کړی، چې د مالي، وسلو او هر ډول ممکنه هڅو په وسیله د فلسطیني مقاومت ملاتړ وکړي.
سیاسي دفتر په پای کې ټینګار کړی، چې یمن به د فتحې، مقدس جهاد او د غزې او فلسطین د ملاتړ په مبارزه کې تر هغه وخته ولاړ وي څو چې یرغل پای ته نه وي رسېدلی او کلابندي نه وي لرې شوې.



