عبدالملک حوثي: په رامون هوایي ډګر برید وښوده چې د اسرائیلو هر ځای ویشتلی شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۴ل)

د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د یمني ځواکونو وروستي بریدونه د صهیونیستي ريژیم جدي ګواښ دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړ چې، د رامون هوایي ډګر وروستۍ حملې څرګنده کړه، چې د صهیونیستي رژیم هېڅ ځای خوندي نه دی.

د حوثي په وینا، دغه برید نړۍ ته وښودله، چې د اسرائیلو د هر ډول تاسیساتو د په نښه کولو وړتیا لرو.

حوثي زیاته کړې، چې دا یوازې د مقاومت د وړتیا یوه کوچنۍ بېلګه ده او دښمن باید پوه شي چې د دوی پوځي او ملکي اهداف ټول د اور لاندې دي.

نوموړي له بهرنیو اتباعو هم وغوښتل، چې د اسرائیلو له هوایي ډګرونو او نورو تاسیساتو ځانونه لرې وساتي، ځکه هلته د امنیت هیڅ تضمین نشته.

مربوطه مطالب

Back to top button