د کونړ زلزله؛ د ترکیې، سویس او ډبلیو اېچ او له لوري زرګونه ټنه خوراکي او روغتیايي مرستې کابل ته راورسېدې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د وروستیو زلزلهځپلو د لاسنیوي په موخه د ترکیې، سویس او روغتیا نړیوال سازمان له لوري نوې مرستندویه کڅوړې هېواد ته رارسېدلي دي.
د ترکیې د پېښو اړوند (افاد) ادارې ویلي، چې تازه یې ۹۲۲ ټُنه خوراکي، غېرخوراکي او روغتیايي توکي د رېل ګاډي له لارې د افغانستان پر لور استولي، چې د سې شنبې په ورځ له انقرې حرکت کړی دی.
د افاد په وینا، د دغو نوو مرستو په ګډون د افغانستان له زلزلهځپلو سره د ترکیې د مرستو ټولیزه کچه ۱۰زره او ۴۶۰ ټُنو ته رسېدلې ده.
همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د سویس د همکاریو د پراختیا دفتر له کونړ زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه ۲۰ ټُنه غیرخوراکي توکي کابل کې ورسپارلي دي. په دغو توکو کې ۳۱۰ خېمې او د ژمنیو جامو ۳۰۰ بستې شاملې دي.
د یاد دفتر مرستیالې ستاتا کیس د مرستو د سپارلو پر مهال ژمنه وکړه، چې د کونړ د زلزلهځپلو د لاسنیوي لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي.
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) اعلان کړی، چې د ۳۵ مټریک ټُنو په کچه یې د ژوند ژغورونکو طبي مرستو نوې جوپه کابل ته رسېدلې ده.
د دې او د وړاندې ترسره شویو مرستو په شمول، د یاد سازمان له خوا د زلزلهځپلو لپاره ټولې بېړنۍ روغتیايي مرستې نږدې ۸۰ مټریک ټُنو ته ورسېدلې.



