تاجکستان وايي، د افغانستان زلزله‌ځپلو ته يې له ۳ زره ټنو زیاتې مرستې ولېږلې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ وږی ۱۴۰۴):

تاجکستان اعلان کړی، چې د افغانستان ختیځو سیمو کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د مرستې په موخه یې څه باندې درې زره ټنه بشري توکي استولي دي.

د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، مرستې د ولسمشر امام علي رحمان په لارښوونه افغانستان ته لېږل شوې دي.

د تاجکستان د حکومت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو مرستو کې ۲۴ ډوله بېلابېل توکي شامل دي، چې پکې اوړه، غوړي، بوره، وريجې، جامې، خیمې او ودانیز توکي ځای لري. همداراز د ماشومانو او لويانو لپاره بستر، جامې او بوټان هم پکې شته.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په ختیځ کې وروستیو زلزلو د خلکو د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي او زیانمنې کورنۍ لا هم بېړنیو مرستو ته سختې اړتیا لري.

تاجکستان له لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې د افغان زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره یې لویه محموله افغانستان ته راولېږله.

مربوطه مطالب

Back to top button