یمني ځواکونو رامون هوايي ډګر په نښه کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وږی،۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د فلسطین د مظلوم ولس او د مقاومت د ملاتړ لپاره په موخه یې ځانګړي پوځي عملیات ترسره کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې له ګڼو بې بې‌پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی، چې له ډلې ۳ یې د اُم‌الرشراش په سیمه کې د رامون هوايي ډګر په نښه کړی او ۷ یې د اشغال شوي فلسطین په نقب کې یو پوځي هدف ویشتلی دی.

د یمني ځواکونو په وینا، عملیات د الله په فضل په بشپړ ډول بریالي ترسره شوي او خپلې ټاکل شوې موخې یې ترلاسه کړې دي.

په بیانیه کې ټینګار شوی، چې د اشغالګرو مجرمانه بریدونه به د یمني ولس اراده او عزم کمزوری نه کړي، بلکې یمن به خپل ديني، انساني او اخلاقي مسؤلیت ادا کوي او د فلسطین له ولس او مقاومت سره به ولاړ پاتې کېږي.

اعلامیه زیاتوي، یمن به هېڅکله د خپل هېواد له دفاع څخه شاته نه شي او د فلسطین د ولس د ملاتړ له وجیبې نه تېرېږي، تر هغې چې پر غزه یرغل پای ته ونه رسېږي او کلابندي لرې نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button