کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني مقاومت سرچینو خبر ورکړی، چې د خان یونس په جنوب کې د مجاهدینو لخوا په یو دقیق کمین کې د صهیونیستي پوځیانو یو پوځي کاروان په نښه شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۷ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
مقامت ویلي، چې برید د پرمختللو چاودیدونکو وسایلو او د نږدې واټن ویشتونکو توغندیو په کارولو ترسره شوی دی، چې له امله یې د دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
صهیونیستي پوځ په رسمي ډول خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو کره شمېر نه دی خپور کړی؛ خو خان یونس کې یې د سختو نښتو پخلی کړی دی.
فلسطیني مقاومت ټینګار کړی، چې د دښمن تر بشپړې ماتې او د خپلې خاورې د آزادۍ پورې به مبارزه او بریدونه جاري ساتي.


















