کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۴ل)
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، چې دغه هېواد د واشنګټن نږدې متحد دی او خلک باید د هغه په اړه منفي برداشت ونه لري.
ټرمپ ویلي، په نیوجرسي کې د اونیز رخصت وروسته د سپینې ماڼۍ پر لور د ستنېدو پر مهال یې له امیر قطر سره د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه: «قطر زموږ لوی متحد دی، خو ډېر خلک نه پوهېږي.
ما امیر ته وویل، ته د عامه اړيکو کمپاین ته اړتیا لرې، ځکه خلک په ناحقه ستا په اړه بدې خبرې کوي.» ټرمپ همداراز په خپلو خبرو کې له اسراییلو غوښتنه کړې، چې پر قطر د بریدونو پر مهال دې ډېر احتیاط وکړي.


















