هسپانيا له اسرائيلو سره د ۷۰۰ ميليونه يورو پوځي قرارداد لغوه کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
د هسپانيا حکومت د يوې رسمي پرېکړې له مخې له اسرائيلو سره د ۷۰۰ ميليونه يورو په ارزښت د توغنديو د سيستم د پېرلو قرارداد لغوه کړی دی. دغه قرارداد د اسرائيلي شرکت له لوري د متحرک توغندويي پلېټفورمونو د پېرلو په تړاو شوی و.
د هسپانيا لومړي وزير پدرو سانچېز ويلي، د دې ګام موخه د غزې پر خلکو د اسرائيلو د نسل وژنې مخنيوی دی.
نوموړي له تېرې اوونۍ راهيسې اعلان کړی و چې د ده حکومت به له اسرائيلو سره د وسلو د خرڅلاو او پېرلو هر ډول تړونونه بند کړي.
سانچېز په خپلو څرګندونو کې وويل، د اسرائيلو ګډون په نړيوالو ورزشي سياليو کې د غزې پر وړاندې د خونړيو بريدونو له کبله د منلو وړ نه دی او له نړيوالو ورزشي بنسټونو يې وغوښتل چې اسرائيل له نړيوالو اتلوليو ليرې کړي.



