حزب‌الله: د صهیونیستي ريژیم هدف ټول عربي هېوادونه دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۴ل)

د لبنان د حزب‌الله اسلامي مقاومتي حرکت عمومي منشي “شیخ نعیم قاسم” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د صهیونیستي ترهګر ريژیم اهداف نور یوازې تر غزې پورې نه دي محدود، بلکې اوس یې هدف فلسطین، لبنان، اردن، مصر، سوریه، عراق، سعودي‌عربستان، یمن او ایران دي.

نعیم قاسم ټینګار کړی، چې د اسراییلي خطر پر وړاندې باید ټول ملتونه، دولتونه، نظامونه او د مقاومت ډلې یو ځای ودریږي.

د هغه په وینا، یوازینۍ لار د ګډ دښمن پر وړاندې یووالي دی.

نوموړي زیاته کړې: «صهیونیستان باید د جدي خطر په توګه وپېژندل شي او د مقاومتي ډلو ډاګیز ملاتړ وشي.

شیخ نعیم قاسم په خپلو خبرو کې وویل، د اسراییلو خطر یوازې په مقاومت ډلې نه ګواښي، بلکې نظامونه، ولسونه، عربان، مسلمانان، مسیحیان او په ټوله کې یې بشریت یې تر ګواښ لاندې نیولي دی.

مربوطه مطالب

Back to top button