د باګرام اډې د بیا ترلاسه کولو د امریکا هڅې او د عملي کېدو امکانات

سید احمد شاه سادات

د امریکا ولسمشر ټرمپ د باګرام هوایي اډې د ترلاسه کولو لپاره ګواښ کړی. اما څومره او کوم امکانات شته چې دا اډه د ترلاسه کړې شي؟

یقینې خبره ده چې دوه لارې شته: یوه یې د خبرو او جوړجاړي لاره او بله یې د زور په وسیله.

د خبرو او تفاهم لاره لا وړاندې طالبانو رد کړې؛ نو پاته شوه د زور لاره. خو د زور له لارې هم ډېر امکان نشته. امریکا به یوازې دومره وکولای شي چې د هوا له لارې هغه ځایونه په نښه کړي چې په کوم ځای کې د هغوی پاتې شوي نظامي تجهیزات یا انبارونه دي؛

په هغه صورت کې به هم ټرمپ په خپله امریکا کې دننه له داخلي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شي.

ځکه اصلي هدف — یعنې د هوایي اډې بشپړ ترلاسه کول — هغه به په لنډ یا منځمهاله توګه ترلاسه نشي کړای.

د باګرام نظامي اډې د تر لاسه کولو او ساتلو لپاره، حد اقل امریکا ته د ۲۵۰ زره ځواکونو ضرورت شته چې په افغانستان یو ځل بیا یرغل وکړي؛ او دا هم د امکان څخه وتلې خبره ده. امریکا د دومره لوی فوځ چمتو کول او د دې مصارفاتو توان نور نلري. له بلې خوا د امریکا متحدین ناټو او اروپایي هیوادونه اوس د اوکراین جګړې کې له روسیې سره ښکېل دي، نو ناټو د بلې جګړې د پیل کولو توان نه لري چې د امریکا لکه د تیر ځل ملاتړ وکړي.

اروپایان نن سبا خپله په ویره کې دي او د روسیې له خطره شپې او ورځې سبا کوي؛ د اوکراین اوږده جګړه ورته ګرانه تمامه شوې او په دې هڅه دي چې څنګه د روسیې د پرمختګ مخه ونیسي.

له بلې خوا، طالبان د تېرو دوه زره یو کلونو طالبانو په شان نه دي؛ بلکې څو چنده پیاوړي شوي، په پرمختللو ناتو او امریکایي وسلو سمبال او د اوږدې جګړې تجربه لري او د جګړو روحیه پکې غښتلې ده. په داخل د افغانستان کې هم د طالبانو مخالفین کاملاً محوه شوي دي او لکه د تېر په پرتله د ټلوالې ملاتړ پاتې نه دی؛ شمالي ټلوالې په تیرو شلو کلونو کې داسې کړنې کړي چې د ولس باور یې د لاسه ورکړې او ولسونه ترې کرکه لري، نو هغوی هم د یرغل سره مرسته نشي کولای.

د پورته ټولو سناریوګانو څخه دا را معلومیږي چې د ولسمشر ټرمپ دا ګواښ پرته له سیاسي فشار او د راتلونکو انتخاباتو د کمپاین د اهدافو څخه بل څه نه وی.

طالبانو هم حالات پوره درک کړي؛ د ټرمپ کواښ ته یې منفي ځواب ورکړی او د ځواب بیانیه یې نرمه او په محتاطانه ډول خپره کړې ده، چې نه پاروونکې ده او نه هم د ګواښ پر وړاندې تسلیمېدل.

مربوطه مطالب

Back to top button