د استرالیا، بریتانیا او کاناډا له خوا د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو ته د سعودي هرکلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۴ل)
د استرالیا، بریتانیا او کاناډا حکومتونو پرون یکشنبه د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو اعلان وکړ. دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له غونډې وړاندې شوې، او ویل شوي چې ډېر ژر به فرانسه هم ورته ګام پورته کړي.
د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د فلسطین په رسمیت پېژندل د جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لار وبلله او زیاته یې کړه چې دا پرېکړه د کاناډا او بریتانیا سره په ګډه شوې ده.
د استرالیا حکومت په خبرپاڼه کې ویلي چې د فلسطین په حکومتولۍ کې به اصلاحات هم راوستل کېږي او دا ګام یوه نړیواله هڅه ده.
ورسره د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دغو هېوادونو اقدام هرکلی کړی او هغه یې د «ملګرو هېوادونو» ملاتړ بللی دی. ریاض هیله څرګنده کړې چې نور هېوادونه هم ورته ګام واخلي څو د فلسطین د خلکو دایمي سوله ییزه هیله پوره شي.



