بریتانیا په رسمي نقشو کې د «اشغال شوو فلسطیني سیمو» پر ځای د «فلسطین» نوم ځای پرځای کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۴ل)

د بریتانیا حکومت په لومړي ځل په خپلو رسمي الکترونیکي نقشو کې د «اشغال شوو فلسطیني سیمو» پر ځای د «فلسطین» نوم کارولی دی.

دا بدلون وروسته له هغه راغی چې د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر استارمر د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو اعلان وکړ.

نوموړي دا پرېکړه د سولې په لور مهم ګام وبلله.

د فلسطین د رسمیت پېژندلو دغه اقدام هممهاله د کاناډا او استرالیا له لوري هم وشو، چې د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ هڅو ته یې نوې نړیواله پیاوړتیا ورکړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button