کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن دفاع وزیر خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه به ډېر ژر نوي او وژونکي توغندي وکاروي.
نوموړي ویلي، دا توغندي به د جګړې په ډګر کې د ستر بدلون لامل شي او د اشغالګرو صهیونیستي ریژیم پر وړاندې به د یمن د مقاومت ځواک او عزم څرګند کړي.
دفاع وزیر زیاتوي، د یمني پوځ د تهاجمي او دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لړۍ روانه ده او د دښمن پر وړاندې به د خطرناکو وسلو کارول دوام لري.
نوموړي ټینګار کړی ،چې د نوي توغندي ازموینه او عملي کارونه به ډېر ژر ترسره شي او اشغالګر به د دې وسلې له اغېزو خوندي پاتې نه شي.

















