کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۴۲۱۷۰۰ مټریک ټنه مالونه وارد او صادر شوي دي. د دې انتقالاتو لویه برخه د حیرتان بندر (۲۹۴۴۸۱ ټنه)، آقینې بندر (۱۹۸۹۷ ټنه)، تورغونډۍ بندر (۵۴۴۶۲ ټنه) او خواف – هرات لاره (۵۲۸۶۰ ټنه) له لارې شوې ده.
له دغو انتقالاتو څخه یوه برخه صادراتو ته ځانګړې شوې، چې په سنبلې میاشت کې ۱۹۴۶ ټنه ټرانزیت او صادرات شامل دي. د صادراتو اصلي توکي وچه مېوه، د انارو جوس او وریژې دي، چې د هېواد اقتصادي فعالیت ته مهمه وده ورکوي.
د ټولګټو وزارت وايي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د زیاتوالي سره، کاري فرصتونه زياتيږي، ملي عواید لوړيږي او اقتصادي ثبات او پرمختګ ته زمینه برابریږي.
















