کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلي ورځپاڼې معاريف د راپور له مخې، د اسرائيلو دفاعي ادارو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ته سپارښتنه کړې چې د روان وضعيت له امله د اوربند هوکړې او د بنديانو د خوشې کولو لپاره ګامونه واخلي.
راپور زياتوي چې د اسرائيلي پوځ او شاباک د استخباراتو ارګانونه په دې باور دي چې حماس خپل اصلي هدف ټاکلی دی، او هغه د اسرائيلي پوځ د يوه سرتېري تښتول دي، کوم چې کېدای شي ډېر ژر عملي شي.
د اسرائيلو پوځ ويلي چې خپلو ټولو ځواکونو ته يې د حماس له احتمالي تګلارو او ګواښونو خبر ورکړی دی، څو د هر ډول پېښې د مخنيوي لپاره بشپړ تياری ولري.

















