یمني ځواکونو د صهیونیستي رژیم مهم پوځي اهداف په نښه کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۴ل)

د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” اعلان کړی، چې ځواکونو یې د بالستیک میزایلو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله د صهیونیستي رژیم مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.

د یمني چارواکو په وینا، دا بریدونه د اشغالګرو د جنایاتو او د غزې پر خلکو د دوامدارو وحشیانه بمبارونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

سرچینې وایي چې د بریدونو په پایله کې د صهیونیستي رژیم پوځي تاسیساتو ته درانه مالي او زیانونه اوښتي؛ خو د دقیقو تلفاتو په اړه تر اوسه جزییات نه دي خپاره شوي.

یمني ځواکونه ټینګار کوي، چې تر هغو به خپل بریدونه روانې ساتي څو چې د فلسطین پر خلکو د صهیونیستي رژیم یرغل پای ته ونه رسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button