د غزې جګړه؛ د مقاومت ځواکونو بریدونو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۴ل)

د غزې په شمالي سیمو کې د مقاومت ځواکونو په بریدونو کې د صهیونیستي رژیم پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، په تازه نښتو کې درې صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

عیني شاهدان وایي، د مقاومت ځواکونو د صهیونیستي پوځ پر کاروان بریدونه کړي، چې له امله یې تلفات رامنځته شوي.

صهیونیستي رسنیو هم د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

مقاومت ځواکونه وایي، چې د غزې تر بشپړې آزادۍ به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button