کابل ټکی کام (شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، چې پرون د جمعې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو څخه په اجباري توګه ۱۲۴۰ کورنۍ افغان مهاجرین چې د غړو شمېر یې ۷۱۱۷ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، د کندهار سپین بولدک، ننګرهار تورخم، هلمند بهرامچه، هرات اسلام کلا او نیمروز ورېښمو لارې په ګډون له بېلابېلو سیمو څخه راستانه شویو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي برخه کې لازم خدمات برابر شوي زياتوي یوازې د مالي چارو د تنظیم کمېټو له لوري له ۱۴۴۶ کورنیو سره له شپږو میلیونو څخه ډېرې افغانۍ نغدي مرستې شوې دي.
ياد کمېسيون وايي، په ټرانسپورټ برخه کې بیا له ۱۲۸۴ کورنیو چې د غړو شمېر یې ۷۱۶۵ تنه دی، بېلابېلو ولایتونو ته د لېږد چارې ترسره شوې او شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغانۍ د کرایې په لپاره ورکړل شوې دي. همدارنګه، د مخابراتي اسانتیاوو په برخه کې ۹۹۶ عدده سیمکارتونه هم په وړیا ډول مهاجرینو ته وېشل شوي دي.


















