امیر خان متقي د جماعت اسلامي له پلاوي سره په کتنه کې د کابل ـ اسلام‌اباد مثبتې اړیکې د دواړو ولسونو په ګټه وبللې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د پروفیسور محمد ابراهیم په مشرۍ د جماعت اسلامي پاکستان له پلاوي سره په کابل کې وکتل.

مولوي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ راتګ مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې مثبتې اړیکې د دواړو ولسونو په ګټه دي. نوموړي د جماعت اسلامي ټولنیزې هڅې او د افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله له پاکستانه مننه وکړه او د دې هېواد د دینی ګوندونو رول یې د پام وړ وباله.

د پلاوي مشر پروفیسور محمد ابراهیم او ملګرو یې په خپلو څرګندونو کې د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ پر نږدې‌والي ټینګار وکړ او د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته يې د افغانستان پرمختګونه وستایل.

 هغوی د اړيکو ښه‌والی د کرښې دواړو غاړو د ولسونو د ژوند د ښه کولو لپاره ګټور وباله او هیله یې وښوده چې شته ستونزې حل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button