د غزې جګړه؛ د مقاومت ځواکونو برید کې ۵ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، د غزې په شمال کې مقاومت ځواکونو پر صهیونیستي پوځیانو برید کړی دی.
د برید په پایله کې لږ تر لږه ۵ تنه صهیونیستي اشغالګر پوځیان وژل شوي دي.
د الأقصی شهیدانو ليوا د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي، چې ځواکونو یې په کمیني عملیاتو کې اشغالګرو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د ویلو ده، چې صهیونیستي لوري د تلفاتو په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي کړې.



