عبدالملک حوثي: اسلامي نړۍ دې د غزې په دفاع کې د یمن دریځ غوره کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي حرکت مشر “سید عبدالملک بدرالدین الحوثي” ویلي، چې اسلامي هېوادونه باید د غزې د مظلوم ولس د ملاتړ او دفاع لپاره د یمن دریځ غوره کړي.

هغه په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې د فلسطین پر وړاندې چوپ پاتې کېدل د امت لپاره خطرناکې پایلې لرلی شي او لازمه ده، چې ټول اسلامي هېوادونه په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د غزې ترڅنګ ودرېږي.

حوثي خبرداری ورکړی ،چې که د غزې د ولس پر وړاندې تاوتریخوالی دوام وکړي، د یمن حمایوي اقدامات به لا پراخ او دوامدار شي.

نوموړي د غزې قضیه یوه ستره اسلامي مسئله بللې او ویلي یې دي چې یمن به تر هغه وخته د فلسطین د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي، څو د هغوی حقونه خوندي نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button