د مس عینک د استخراج پروژې لپاره د ۲۲۱۸ جریبه ځمکې د انتقال تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په مس عینک سیمه کې د مس عینک کان د استخراج پروژې لپاره د ۲۲۱۸ جریبه ځمکې د انتقال تړون لاسلیک شوی دی.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم امر عبدالبصیر همراز ویلي چې دغه اقدام د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه ترسره شوی دی.

د همراز په وینا، دغه ځمکه د کرنې وزارت اړوند د اراضۍ لوی ریاست له‌خوا د کانونو او پټرولیم وزارت ته د مس عینک د کان د استخراج په موخه رسماً انتقال شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button