کابل ټکی کام (يکشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې د ځینو رسنیو د خپرو شوو راپورونو برخلاف، دوی تر اوسه د منځګړو هېوادونو له لوري هېڅ نوې طرحه نه ده تر لاسه کړې.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې خبرې اترې د روانې میاشتې په نهمه نېټه په دوحه کې د حماس د مشرانو د ترور د ناکامې هڅې وروسته بندې شوې دي.
حماس څرګنده کړې چې که د منځګړو له لوري کومه نوې طرحه ورسېږي، دوی به یې په مثبت او مسؤلانه ډول وڅېړي، خو داسې چې د فلسطین د ولس ملي حقوق خوندي پاتې شي.


















