جاپان: پر اسرائیل د بندیزونو او د فلسطین په رسمیت پېژندنې باندې به غور کوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تاکشي ایوایا خبرداری ورکړی، که د اسرائیل رژیم د دوو دولتونو د حل لاره ونه مني، توکیو به د جدي اقدامونو په ګډون پر اسرائيلو د بندیزونو او د فلسطین د رسمیت پېژندنې په اړه غور وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې (د ۱۴۰۲ کال د میزان ۱۵مې) د بريد د دوهم تلین په مناسبت وکړې.

هغه وویل، که د دوو دولتونو د حل بنسټونه په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي، جاپان به ټولې ممکنې لارې، د بندیزونو لګول او یا د فلسطین رسمي پېژندنه، تر غور لاندې ونیسي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر پر اسرائیل غږ کړی چې له یو اړخیزو اقدامونو لاس واخلي، په غزه کې دایمي اوربند ته ورسېږي او د بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ دې بشري مرستو ته د داخلېدو زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button