کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس او د صهیونیستي رژیم تر منځ د جګړې د پای ته رسېدو او اوربند په اړه موافقه شوې ده.
د راپورونو له مخې، د موافقې له اعلان سره سم د غزې اوسېدونکو په بېلابېلو سیمو کې د بریا په خوشحالۍ کې لمانځنې کړې دي، خلک د جګړې د پای او د بشري مرستو د داخلېدو په هیله دي.
سرچینې وايي، موافقه د منځګړیو هېوادونو په هڅو ترلاسه شوې، چې پکې د مصر او قطر رول مهم بلل شوی دی.
د موافقې له مخې به په لومړي پړاو کې لنډمهالی اوربند، د صهیونیستي ځواکونو وتل او د بندیانو تبادله به په څو پړاوونو کې ترسره شي.
د منځګړیو په وینا، د موافقې د تطبیق تخنیکي جزئیات لا هم د بحث لاندې دي، خو دواړه خواوې د عملي کولو لپاره تیاري ته چمتووالی نیسي.


















