د بريتانيا لومړي وزير د حماس او اسرائيلو د سولې له موافقې هرکلی وکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د بريتانيا لومړي وزير د حماس او اسرائيلو ترمنځ د سولې د طرحې د لومړۍ مرحلې له موافقې هرکلی کړی او ويلي يې دي چې دا تړون بايد بې له ځنډه بشپړ عملي شي.

نوموړي د «ټېليګراف» ورځپاڼې په ټينګار سره ويلي، چې د تړون له پلي کېدو سره بايد پر غزې د بشري مرستو ټول محدوديتونه سمدستي لېرې شي، څو اړمنو ته بېړنۍ مرسته ورسېږي.

د بريتانيا لومړي وزير له ټولو اړخونو غوښتي چې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي او جګړه د تل لپاره پای ته ورسوي، څو د سولې او ثبات نوې مرحله پيل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button