په بدخشان کې د سرو زرو کان رالوېدو له امله دوه ورونه مړه شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احسان‌الله کامگار ويلي، چې د ارغنجخوا ولسوالۍ په يو کان کې د سرو زرو د استخراج تونل د رالوېدو له امله دوه تنه مړه شوي دي.

نوموړي زياته کړې، پېښه د چهارشنبې په ورځ د سهار شاوخوا يوولسو بجو د «ګلدره شيـوه» په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، مړه شوي کسان دوه ورونه دي چې «نورمحمد» او «محمدرحمان» نومېږي او د شهدا ولسوالۍ د پيتاو کلي اوسېدونکي وو، چې د کار پر مهال د تونل د رالوېدو له امله يې ژوند له لاسه ورکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button