حماس: د اوربند موافقه د هیڅ اړخ احسان نه، بلکې د فلسطیني ولس د “اتلوليو او قربانیو” نتیجه ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د حماس د سیاسي دفتر یو مشر محمود مرداوي ویلي، د اوربند موافقه د هیڅ اړخ احسان نه، بلکې د فلسطیني ولس د “اتلولۍ او قربانیو” نتیجه ده. نوموړي زیاته کړې، چې “اشغالګر هغه څه چې د نسل‌وژنې او لوږې له لارې یې ترلاسه نه کړل، د خبرو پر مېز هم پرې بریالي نه شول.”

مرداوي ویلي، د اسراییلي لومړي‌وزیر نتنياهو “فاشیستي” حکومت په خپلو ټولو موخو کې پاتې راغلی، نه یې وکولای شول فلسطینیان له خپلې خاورې وشړي، نه د زور له لارې خپل اسیران خوشې کړي او نه هم د فلسطین مقاومت مات کړي.

د ده په وینا، “غزه د یرغلګرو هدیره ده” او د خپل یووالي او ثابت‌قدمۍ په برکت یې خپله اراده پر دښمن وتپل شوه.

دی زیاتوي، د غزې د اوربند توافق یوه “خالصه ملي لاسته‌راوړنه” ده، چې د فلسطین د ولس بنسټیزې غوښتنې پوره کوي؛ پکې د یرغل پای، د بې‌ځایه شویو بېرته ستنېدل، د اشغال د ځواکونو وتل، د بنديانو تبادله او د مرستو او بیارغونې بهیر پیل شامل دي.

مرداوي همداراز د مصر، قطر او ترکیې او ټولو هغو هېوادونو له هڅو مننه کړې چې د فلسطین د عادلانه مبارزې ترڅنګ ولاړ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button