رندیر جېسوال: هند د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تود هرکلی وکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال ویلي، چې هېواد یې نوي ډیلي ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له راتګ تود هرکلی کړی دی.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «موږ له امیرخان متقي سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو مسلو په اړه رغنده خبرو اترو ته لېواله یو.»

د راپورونو له مخې، امیرخان متقي به د خپل سفر پر مهال له هندي وزیرانو او لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

دا د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو وروسته، هند ته د اسلامي امارت د یو لوړپوړي افغان چارواکي لومړی رسمي سفر بلل کېږي.

متقي تېره ورځ د روسیې له سفر وروسته هند ته ورسېد.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه ته د اکتوبر له نهمې تر شپاړسمې پورې د سفر اجازه ورکړې ده.

د اسلامي امارت چارواکو ویلي، دا سفر د هند د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button