اسراییلو د ۱۹۵۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو لپاره چمتوالی پیل کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۴ل)

د اسراییلو د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې راپور ورکړ چې د اسراییل د زندانونو ادارې د امنیتي بندیانو د خوشې کولو رسمي امر ترلاسه کړی، چې د حماس سره د بندیانو د تبادلې په تړون کې شامل دي.

ځايي سرچينې وايي، د لومړني پړاو لپاره بندیان له پنځو زندانونو ځانګړو مرکزونو ته لېږدول کېږي.

د راپور له مخې، په دې تړون کې شاوخوا ۲۵۰ بندیان چې د تل پاتې بند سزا لري او ۱۷۰۰ نور بندیان چې له غزې وروسته د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نیټې وروسته نیول شوي، خوشې کېږي.

همدارنګه د فلسطین د ملي کمپاین راپور ورکوي چې اسراییلي چارواکي د ۷۳۵ شهیدانو جسدونه په مختلفو مقبرو او یخچالونو کې ساتلي، چې هغوی له مختلفو ولایتونو او سیمو راټول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button