د اوبو او انرژۍ وزیر د انرژۍ نړیوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۴ل)

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د دغه وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د روسیې د انرژۍ د اوونۍ نړیوال فورم کې د ګډون لپاره نن دوشنبه روسیې ته سفر کړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلی منصور به په یاد فورم کې د ګډون ترڅنګ د انرژۍ او اوبو سکتورونو په برخه کې د متقابلو همکاریو د پراختیا، تجربو د تبادلې او د افغانستان د انرژۍ سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو په موخه د کوربه او نورو ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د انرژۍ نړیوال فورم د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پانګونې او د انرژۍ د پایداره پراختیا په اړه د نظرونو د تبادلې یو مهم فرصت بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button