د نړۍ ۳۰ هېوادونو د اسرائیلو او حماس ترمنځ د تلپاتې سولې تړون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۴ل)

د الجزیرې د راپور له مخې، د نړۍ د ۳۰ هېوادونو مشرانو چې پکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم شامل دي، د اسرائیلو او حماس ترمنځ د یو تاریخي تړون لاسلیک ته رسېدلي دي.

د دغه تړون له مخې به د غزې جګړه د تل لپاره پای ته ورسېږي، د غزې د بیا رغونې چارې به په رسمي ډول پیل شي او سیمې ته به پراخې بشري او مالي مرستې داخلېږي.

سرچینې وايي، دا موافقه د اوږدو خبرو اترو او د ګڼو منځګړیو هېوادونو د هڅو پایله ده.

مربوطه مطالب

Back to top button