په داسې حال کې چې د غزې جګړه د امریکا په وسلو روانه وه، شهباز شریف ټرمپ د سولې د نوبل جایزې مستحق وباله

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلو هڅو له امله د نوبل د سولې جایزې اصلي حقدار دی.
نوموړي دا څرګندونې په مصر کې د شرمالشیخ د سولې په نړیوال کنفرانس کې وکړې، چې پکې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون لاسلیک شو.
شهباز شریف د ټرمپ هڅې د “ریښتینې سولې” هڅې وبللې او زیاته یې کړه، چې پاکستان د هغه د سولې هڅو د درناوي په توګه نوموړی د نوبل د سولې جایزې لپاره نومولی دی. د ده په وینا، ټرمپ نهیوازې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې مخه ونیوله، بلکې د غزې او منځني ختیځ د سولې په بهیر کې یې هم مهم رول لوبولی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د اسراییل جګړه د امریکا په مالي او پوځي ملاتړ روانه وه.
د حماس پر ضد د جګړې ټولې وسلې د امریکا له لوري اسراییلو ته ورکول کېدې، چې په پایله کې یې لسګونه زره فلسطینیان شهیدان، له یو لک زیات ټپيان او د غزې ډېری برخې کنډوالې شوې. خو وروسته جګړه د اسراییلو په ماتې بدله شوه، نړیوالو پراخ لاریونونه وکړل او بالاخره امریکا د جګړې د پای ته رسېدو او اوربند منلو ته اړ شوه.



