د عراق د مخالفت له امله شرم‌الشیخ غونډې ته د نتنیاهو سفر لغوه شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پلان درلود، چې د شرم‌الشیخ نړیوالې غونډې کې ګډون وکړي؛ خو دا سفر یې لغوه کړی دی.

سرچینې وایي، د عراق لومړي وزیر “محمد شیاع السوداني” مصري چارواکو ته ویلي، چې که نتانیاهو په غونډه کې ګډون وکړي، نو هغه به ګډون ونه کړي.

له دې څرګندونو وروسته د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر د نتانیاهو د سفر لغوه کېدل تائید کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button