ایران د ټرمپ څرګندونې «شرموونکې او بې‌بنسته» وبللې، امریکا د نړۍ د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی هېواد دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۴ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوه رسمي بیان په خپرولو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې وغندلې چې نوموړي یې د اسراییلو په پارلمان (کنېسټ) کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه کړې وې. وزارت دا څرګندونې «شرموونکې، بې‌مسؤلیته او بې‌بنسته» بللې دي.
په بیان کې راغلي، چې امریکا د نړۍ تر ټولو لوی د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی هېواد دی او هېڅ ډول «اخلاقي صلاحیت» نه‌لري چې پر نورو تورونه ولګوي.
د ايران د وزارت په وینا، د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا تورونه د حقیقت پر خلاف دي او دا هېواد د خپلو تېرو بریدونو او د ایران د اتباعو د وژنې مسوول دی.
ایران همداراز امریکا د اسراییلو د نسل‌وژنې د ملاتړ او د فلسطین د جګړې پر اوږدولو تورنه کړې ده.
د تهران په وینا، واشنګټن د اسراییلي جنایتونو د نړیوالو محاکمو د مخنیوي هڅې کوي، خو د ایران ولس به د خپل استقلال، ملي عزت او حق دفاع ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button