امير خان متقي: د افغانستان او هند سوداګري نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې، ویزې باید اسانه شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند په نوي ډیلي کې د صنعت او سوداګرۍ له استازو سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ښه فرصتونه شته.
متقي له هندي چارواکو غوښتي، چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې اسانتیاوې زیاتې کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم پراخه شي.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان کې سوله او امنیت رامنځته شوي، چې دا د اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره مناسبه زمینه برابروي.
د هندي خصوصي سکتور استازو هم ویلي، چې د ویزو ورکولو او د توکو د ترانسپورت ستونزې د سوداګرۍ د پراختیا په لاره کې لوی خنډونه دي. دوی له هندۍ حکومت غوښتنه کړې، چې د ویزو د اسانتیا او د توکو د ترانزیت نظام ته بیاکتنه وکړي، څو د هندي شرکتونو اقتصادي پروژې په افغانستان کې ځنډ سره مخ نه شي.



