د سپین بولدک ولسوالۍ پر فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده 

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۴ل)

 د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ پر فرضي کرښه نن سهار د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

د سپین بولدک ولسوالۍ د اطلاعاتو امر علي محمد حقمل وايي، جګړه د سهار له پيله روانه ده او په کې دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخلي.

د نوموړي په وینا، د جګړې شدت لا هم دوام لري.

ځايي سرچينې وایي، نښته هغه مهال پیل شوه چې د پاکستاني لوري له خوا د توپونو بریدونه وشول او ځینې ملکي کورونه او عامه ځایونه یې په نښه شول.

سرچینې زیاتوي، د اسلامي ځواکونو د پاکستاني ملیشو په بریدونو قوي غبرګون وښود، او ويل کيږي چې د هغوی جوړه شوې دروازه یې والوزوله او جګړه اوس هم په زور روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button