د بولدک روغتون مسوول: د پاکستاني پوځ له خوا توغول شويو مرمیو کې ۱۵ ملکيان شهیدان او تر ۷۰ زیات ټپیان دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې ، د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د جګړې له امله درنه مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

د بولدک روغتون مسوول ډاکټر عطاجان بارک وایي، جګړه د شپې له څلورو بجو پیل شوې وه او د پاکستان له لوري توغول شويو مرمیو له کبله لږ تر لږه ۱۵ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او تر ۷۰ زیات نور ټپیان دي.

د ډاکټر بارک په وینا، په ټپیانو کې زیاتره ښځې او ماشومان شامل دي. هغه وايي، د سرسري ټپیانو درملنه په سیمه‌يیز روغتون کې روانه ده، خو عاجل ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

تازه يوې سرچينې کابل ټکی کام ته ویلي، چې د شاوخوا اووه ساعتونو جګړې وروسته اوس مهال نښته درېدلې ده، خو لا هم د خال‌خال ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button