یمن: د غزې اوربند څارو که اشغالګر سرغړونه وکړي له سخت غبرګون سره به مخ شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۴ل)

د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د غزې اوربند یې تر پوره څار لاندې نیولی دی او که صهیونیستي رژیم له تړون څخه سرغړونه وکړي، د جګړې ډګر ته به په پوره قوت بېرته راګرځي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یمن ټول پوځ او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو ځواکونه لا هم په بشپړ جګړییز حالت کې دي او د هر ډول سناریو لپاره چمتو دي.

د ‏یمني پوځ ویاند ټینګار کړی، چې د فلسطین دفاع د دوی د عقیدې او دښمن سره د مقاومت د جګړې د ملاتړ یوه برخه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button