په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر مرکز موټر بم چاودنه او وسله وال برید شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه پوځي مرکز برید شوی دی.
راپورونه وايي، لومړی د موټر بم چاودنه شوې او وروسته یو شمېر وسلهوال یاد مرکز ته دننه شوي او پر پاکستاني پوځيانو يې وسله وال برید کړی دی.
د برید مسوولیت د حافظ ګلبهادر اړوند «جیش فرسان محمد» ډلې پر غاړه اخیستی دی.
دغه ډلې ادعا کړې چې په برید کې یې لسګونه پاکستاني سرتېري وژلي او ټپيان کړي دي.
ځايي رسنیو ویلي، د برید پر مهال د جیش فرسان محمد ۱۲ وسلهوال د مرکز دننه شوي او د پاکستاني پوځیانو سره په نښتو بوخت دي.
تر اوسه د برید د مرګژوبلې دقیق جزییات نه دي خپاره شوي.



