دوحه کې د افغانستان ـ پاکستان مذاکرات؛ ذبیحالله مجاهد: که بیا پر موږ برید وشي، دفاع به وکړو

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند د پای ته رسېدو سره سره، تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کومې تازه نښتې راپور نه دی ورکړل شوی.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، اسلامي امارت هېڅکله هم په چا لومړی برید نه دی کړی او نه د جګړې غوښتونکی دی، خو که د افغانستان پر ځواکونو برید وشي او د هېواد حریم ته درناوی ونهشي، اسلامي امارت د دفاع حق خوندي ګڼي.
مجاهد ویلي: “اسلامي امارت هېڅکله هم په چا باندې لومړی برید نه دی کړی او نه هم د جګړې غوښتونکی و، ولې که په موږ جګړه کېږي او زموږ حریم ته درناوی نه کېږي، بیا موږ ځان ته د دفاع حق محفوظ ګڼو.”
نوموړي زیاته کړې، “وړمه ورځ د پاکستان په غوښتنه او ټینګار د اوربند منل شوې هوکړه کې کوم زماني موده نه وه یاده شوې. بیا هم دا تصریح کوو چې که زموږ پر ځواکونو باندې څوک برید وکړي، موږ لپاره د دفاع حق شته.”
دغه راز پاکستاني رسنیو meanwhile راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د قطر په منځګړیتوب د خبرو تر ترسره کېدو پورې د اوربند پر غځېدو هوکړه شوې ده.
د سرچینو په وینا، ټاکل شوې چې په قطر کې له پاکستاني پلاوي سره د خبرو مشري د افغانستان د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وکړي، خو د دغو مذاکراتو د دقیق وخت او څرنګوالي جزییات تر اوسه نه دي څرګند شوي.



