پکتیکا کې د پاکستان پوځي رژیم برید؛ د درې کرکټ لوبغاړو له شهادت وروسته افغانستان له پاکستان سره راتلونکې لوبه لغوه کړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان کرکټ بورډ د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د هغو لوبغاړو د شهادت له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې، چې تېر ماښام د پاکستاني پوځي رژیم د برید ښکار شوي دي.

د کرکټ بورډ په وینا، دغه لوبغاړي له یوې دوستانه سیالۍ وروسته د ارګون ولسوالۍ په یوه سیمه کې راټول شوي وو، چې د پاکستان له لوري پر دوی ناځوانمردانه برید شوی دی.

د پېښې په ترڅ کې د ارګون درې لوبغاړي ـ کبیر، صبغت‌الله او هارون ـ د اته نورو هېوادوالو ترڅنګ شهيدان شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کرکټ بورډ مشرتابه دا پېښه د افغان ورزشکارانو او د کرکټ د کورنۍ لپاره ستره ضایعه بللې او له قربانیانو سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پېښې په غبرګون کې افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل اوریزه لوبه لغوه کوي او په درې اړخیزه سیالۍ کې به ګډون نه کوي.

دغه راز د ملي لوبډلې ستوري راشد خان هم د برید غندنه کړې او ویلي یې دي، چې د هېوادوالو او لوبغاړو د وژل کېدو له امله سخت خواشینی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button