د بشر حقونو نړیوال بنسټ د پکتیکا پر کرکټ لوبغاړو د پاکستاني پوځي رژيم برید کلکه غندنه وکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۴ل)
د بشر حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) د پاکستاني پوځي رژيم لهخوا د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د کرکټ پر لوبغاړو ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی. یاد بنسټ دا برید پر ملکي هدف “وحشیانه او غیرانساني عمل” بللی دی.
په یوه خپره شوې اعلامیه کې IHRF ویلي، چې پر ملکي وګړو او ورزشکارانو برید د نړیوال بشري قانون او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له منشور څخه څرګنده سرغړونه ده، او دا کار د جګړې له ټولو اصولو او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دی.
دغه بنسټ له ټولو نړیوالو بشري حقونو ادارو غوښتي، چې د پکتیکا پېښه او د افغان ملکي وګړو پر وړاندې روان تاوتریخوالی بېړنۍ وڅېړي، او د دې برید مسوولین محاکمه کړي ترڅو د ورته جنایتونو مخه ونیول شي.


