انصارالله: پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د رسنیو مرکز مرستیال «جاسم جحاف» ویلي، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي هوايي بریدونه یو خطرناک اقدام دی او باید ژر تر ژره ودرول شي.

نوموړي “کابل ټکی کام” وېب سایټ ته په رالیږلي پیغام کې ویلي: «موږ دا بریدونه غندو، او باور لرو چې افغانستان د خپلې خاورې د دفاع مشروع حق لري او دا ډول بریدونه پر یو خپلواک اسلامي هېواد د څرګند تېري معنا لري.»

ښاغلي جحاف له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې او د خبرو له لارې یې د شخړې د حل کولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي «اسلامي هېوادونه باید اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او نه دا چې یو پر بل بریدونه وکړي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امت قوت د وحدت او تفاهم په ساتنه کې دی، نه په داخلي جګړو کې.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځي ريژیم له لوري پر پلازمېنه کابل او د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ځینو سیمو هوايي بریدونه وشول، چې له امله یې ګڼ شمېر ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شول.

مربوطه مطالب

Back to top button