غزه کې مقاومت ځواکونو سیالې ډلې ځپلې، ګڼ یاغیان وژل شوي او وسلې یې نیول شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۴ل)
له غزې راپورونه وایي، چې د اسلامي مقاومت ځواکونو د یاغیانو هغه ډلې یې له منځه وړې، چې د صهیونیستي رژیم په ملاتړ یې په سیمه کې نا امنۍ ته لمن وهله، مرستې یې غلا کولې او د اشغالګرو لپاره یې جاسوسي کوله.

د مقاومت سرچینې وايي، د یاسر ابوشباب په مشرۍ د ډلې په ګډون دوه نورې سیالې ډلې په عملیاتو کې بشپړ له منځه وړل شوي دي.

د جګړې پر مهال شاوخوا ۷۰ یاغیان وژل شوي، ۴۰۰ نیول شوي ګڼ شمېر موټر، وسلې او پیسې د مقاومت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

سرچینې زیاتوي، نیول شوي کسان به د شریعت له مخې عادلانه محاکمه شي، څو د نورو لپاره عبرت وګرځي او په سیمه کې د امنیت فضا ټینګه شي.

د یادونې ده، چې یاغي ډلو د هڅه کوله د غزې د امنیت او ثبات پر وړاندې ستونزې جوړې کړي؛ خو د مقاومت ځواکونو په قاطع اقدام سره دا هڅې شنډې کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button