افغانستان او پاکستان د قطر او ترکيې په منځګړيتوب پر سملاسي اوربند هوکړه وکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۴ل)
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان او پاکستان د قطر او ترکيې په منځګړيتوب په دوحه کې د خبرو پر مهال پر “سملاسي اوربند” هوکړه کړې ده.
د وزارت په وینا، دواړه لوري د دې تر څنګ د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د ګډو مېکانېزمونو پر جوړېدو هم سلا شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې دا هوکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي او د راتلونکو اړیکو لپاره به د سولې پیاوړی بنسټ جوړ کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د اوربند د پلي کېدو د څار او همغږۍ لپاره تعقیبي ناستې هم ترسره شي.
د دې خبرو مشري د افغانستان له لوري د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد کوله او د استخباراتو رئیس مولوي عبدالحق وثیق یې ملتیا کوله، په داسې حال کې چې د پاکستان پلاوي مشري د دفاع وزیر خواجه اصف پر غاړه لرله.
د راپورونو له مخې، د ای اېس ای مشر جنرال عاصم ملک هم په خبرو کې ګډون کړی و، او تمه ده چې د دوهم پړاو مذاکرات به په استانبول کې ترسره شي.



